د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې تېره شپه د څلورمې امنیتي حوزې په سیمه کې وسله والو غلو غوښتل چې د یوه کور ټول شته په غلا یوسئ، خو د سیمې خلک او د څلورمې حوزې پولیس پرې خبرېږي چې په پایله کې د وسله والو غلو او پولیسو ترمنځ نښته کې یو تن غل وژل شوی او پنځه یې د پولیسو له خوا له دوه مېله وسلو سره نیول شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې د نوموړي ولایت د امنيې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیر ویس الدین تلاش بیا وايي چې دوی دوه تنه وسله وال غله له ۲ زره منه خوراکي توکو سره باالفعل نيولي دي.
نوموړی وایي، زموږ درې تنو هېوادوالو د کندز له امام صاحب ولسوالۍ ۲ زره منه وريژې او غنم اخیستې وو او کابل ته یې انتقالول چې د کندز– شېرخان بندر پر لویه لاره ترې دغو دوو وسله والو غلو اخیستي وو.
د کندز امنیتي چارواکو په داسې حال کې د ۷ تنو وسله والو غلو د نېول کېدو خبرو ورکوي چې له دې وړاندې د دې ولایت اوسېدونکو د وسله والو غلاو له زیاتېدو څخه شکایتونه کړي وو.