کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 حمل 1397 ساعت 13:46

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان په ختیځو ولایتونو کې د توغندیزو بریدونو له لارې هڅه کوي، چې په دغو سیمو کې د تروریستي ډلو د فعالیت زمینه برابره کړي.



له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې په دې تړاو یې تیره ورځ په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی ترڅو پر کُنړ د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدو په اړه د افغانستان جدي اندیښنې له اسلام‌اباد سره شریکې کړي او په عاجله توګه دغه بریدونه ودروي.​
د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي، افغانستان له دې وړاندې هم د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو په تړاو په وار وار اندیښنه ښودلې، خو لا هم پاکستان خپل دغه عمل ته دوام ورکوي.
په بیان کې راغلي "په کُنړ ولایت کې د توغندیو د ویشتلو دغه لړۍ د ملکي کسانو د مرګ‌ژوبلې او دغه راز د خلکو د شتمنیو د له منځه تللو سبب شوي. په کُنړ کې د پاکستان د توغندیو ویشتل، خلکو ته د ځاني زیان او د سیمې د تخریب سربیره، موخه یې دا ده چې په سیمه کې تروریستي ډلو ته زمینه مساعده کړي".
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان خلک او دولت د پاکستان دغه عمل په سختو ټکو غندي او هغه له نړیوالو معیارونو څخه د پاکستان 'جدي او کرغیړنه' سرغړونه ګڼي.
پر کُنړ د ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې د کېدونکو بریدونو څو کلونه تېرېږي، چې له امله یې ولسي خلکو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو او کډوالۍ سربیره، د ځینو ښوونځیو دروازې هم د زده کوونکو پر مخ تړلې دي.
د کُنړ د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د پاکستاني اړخ نه پر کُنړ د کېدونکو بریدونو له امله شپږ ښوونځي تړلي پاتې دي، ګڼې کورنۍ کډوالې شوي او پاتې زده کوونکي له ویرې ښوونځیو ته نه ځي.


د مطلب کود: 160705

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160705/د-افغانستان-بهرنیو-چارو-وزارت-پاکستان-شارژدافیر-احضار-کړ

آوا
  https://www.avapress.com