دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 160731
ځینې وکیلان په کونړ او نورستان کې داعش ډلې فعالیتونو څخه اندیښنه ښودلي
د ولسی جرګې کورنی امنیت کمیسیون ځینې غړي وایی چی په دی وروستیو کې داعش ډله خپل فعالیتونوته په نورستان او کونړ کې پراختیا ورکړی دی.

د افغانستان په ختیځ کونړ او نورستان کې داعش ډلې یا اسلامي دولت نومې ډلې د فعالیتونو پراختیا د ولسي جرګې او د ولایتي شورا ګانو د یو شمېر استازو اندېښنې راپارولې دي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی سخي مشواڼی وايي چې له ننګرهار وروسته اوس داعش ډله په کونړ او نورستان کې پراخ جلب او جذب پیل کړی دی.

ښاغلي مشواڼي وویل:"په زیات شمېر په کونړ او نورستان کې د داعش لپاره جلب او جذب روان دی او دا له چا پټ نه‌دي، کونړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې بدخشان، لغمان، پنجشیر او کاپیسا سره سرحدونه لري، نو اندېښنه دا ده چې که دلته‌يې مخنیوی ونه‌شي، نو شمالي ولایتونو ته به هم دغه ډله ځان ورسوي."
بل‌خوا د نورستان د ولایتي شورا رئیس انجنير سیدالله پاینده زوی هم ورته اندېښنه لري او وايي چې د نورستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو، داعش ډله هڅه کوي چې دغلته خپل مرکزونه جوړ کړي او له دغه ځایه خپل اهداف په اسانۍ تعقیب کړي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې همدا شان راغلي چې په افغانستان کې د داعش او وسله‌‌والو طالبانو حملې دوه چنده شوې دي.
د راپورونو پر اساس ننګرهار، کونړ، نورستان، جوزجان، بدخشان، فاریاب، هلمند او سرپل هغه ولایتونه دي چې د داعش فعالیتونه په‌کې محسوسېږي.
 
https://avapress.com/vdcdsz0ffyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته