دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 160732
افغانستان فوټبال ملي لوبډله کمبودیا ته ۲-۱ ماتې ورکړه
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسیايي هېوادونو د اتلولۍ جام ته د لار موندنې په لوبه کې نن کمبودیا ته ۲–۱ ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د تاجکستان په کوربه توب ترسره شوی وه، افغان لوبډله وتوانېد چې د لوبې لومړی نیمایي ۲-۰ په خپل ګټه پای ته ورسوي.
افغان لوبغاړه جبار شارزه وتوانید چې د افغانستان لپاره لومړنی ګول د لومړی نیمایي په ۲۶ مه دقیقه ووهي.
نومړی د لوبې په لومړی نیمایي کې د افغانستان لپاره دوهمه ګول په ۴۵ مه دقیقه کې وواهه.
د کمبودیا ملي لوبډله وتوانید چې د افغانستان پر وړاندې لومړنی ګول د دوهمې نیمایي په ۶۹ مه دقیقه کې ووهي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته پرون دوشنبه وویل، چې افغان لوبډله د کمبودیا په وړاندې لوبې ته پوره چمتووالی لري.
نومړی په یوه خبرې کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې دغه لوبه به د افغانانو لپاه ښه زېری ولري.
د ننی ورځې په بریا سره هم د افغانستان فوټبال ملي لوبډله اسیايي لوبو ته لاره نه‎شي موندلی ځکه له مخکېنیو سیالیو یې مطلوبه نتیجه نه‎ده ترلاسه کړې.
 
https://avapress.com/vdcex78zwjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته