کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني: په افغانستان کې داعش سرتیرو شمیر یواځې ۲۰۰۰ ته رسیږی

8 حمل 1397 ساعت 12:34

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د سه شنبه په ورځ د تاشکند په نړیوال غونډه کې وویل چی په افغانستان کې د داعش ډلې ۱۳۰۰ سرتیر وژل شوی دی.



ښاغلي غني وویل چې د دغې ډلې غړي تر ډېره په ننګرهار، کونړ او د شمال په ځینو ولایتونو کې فعال دي.
ښاغلي غني ونه ویل چې په دغو شاوخوا ۲۰۰۰ داعشیانو کې یې څومره بهرنیان او د نورو هېوادونو وګړي دي، خو مخکې یې دا خبره کړې وه چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ ترهګریز سازمانونه فعاله دي.
د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په میاشت کې دامریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي وو چې د اټکل له مخې په افغانستان کې د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ د داعش جنګیالي شته دي.
همدا څو ورځې مخکې د بهرنیو ځواکونو یو ویاند ټام ګریسبک طلوع نیوز ته وویل چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د داعش ۱۶۰۰ جګړه ماران وژل شوي دي، همدغه راز بهرنیو ځواکونو د ۲۰۱۶ کال په اګسټ کې هم ویلي وو چې دوی په یو لړ عملیاتو کې د داعش ۳۰۰ غړي وژلي دي.
که څه هم ولسمشر غني د داعش فعالیت تر ډېره په ختیځ او د شمال په ځینو برخو پورې محدود ګڼي، خو د داعش ډلې په دې وروستیو کې په هلمند، هرات او کابل کې هم د ځینو بریدونو او چاودنو مسولیت منلی دی.
ولسمشر غني تېرکال ویلي و چې ۲۰۱۷ کال به د داعش د نابودۍ کال وي، خو داسې ښکاري چې داعش په افغانستان کې لا نابود شوی نه دی.


د مطلب کود: 160779

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160779/ولسمشر-غني-په-افغانستان-کې-داعش-سرتیرو-شمیر-یواځې-۲۰۰۰-ته-رسیږی

آوا
  https://www.avapress.com