کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې څو تولیدي فابریکې پرانیستل کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 حمل 1397 ساعت 14:41

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، ټاکل شوې چې په راتلونکو میاشتو کې به د یوه لوی نندارتون پرمهال په دغه ولایت کې څو تولیدي فابریکې افتتاح شي.


د دغې خوني مرستیال توریالي غوثي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، په یاد نندارتون کې به په افغان لوړپوړو چارواکو سربېره په افغانستان کې یوشمېر بهرني سفیران او د بهرنیو بنسټونو استازي هم ګډون وکړي.
دغه نندارتون د ثور د میاشتې په ۱۰ مه په هرات ولایت کې جوړېږي چې د ښاغلي غوثي په وینا، دا کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې او په افغانستان کې پانګې اچونې ته د خلکو هڅونې لپاره ښه فرصت دی.
ټاکل شوې چې په یاد نندارتون کې د اوړو، شیرینۍ، د مالګې پوفک، د اوسپنې د ویلي کېدو او د غالیو یوشمېر تولیدي فابریکې هم افتتاح شي.


د مطلب کود: 160788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160788/په-هرات-کې-څو-تولیدي-فابریکې-پرانیستل-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com