د افغان پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومانداني وایي، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو پرون د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې هوایي بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې درې تنه وژل شوي او یو ټپي دی.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ ګورګورۍ سیمه کې تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې د داعش وسله والو پر پټنځايونو بريدو کړی، چې په ترڅ کې يې درې ازبکستاني داعش وسله وال وژل شوي او يو ټپي شوی دی.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ هم د ورته هوایي برید په ترڅ کې د داعش پنځه وسله وال د ننګرهار او کونړ ولایتونو په مربوطاتو کې ووژل شول.
د سیلاب قول اردو په وینا، امریکایي ځواکونو د داعشیانو پر مواضعو هوایي بریدونه د ننګرهار ده بالا او کونړ ولایت د چپه درې ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره کړل.
له دې وړاندې د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې لږ تر لږه ۱۴ داعش وسله وال د بې پیلوټه الوتکو په هوایي برید کې وژل شوي وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)