دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 160919
په کابل کې د سولې په اړه امریکا ۱۱ کسیز پلاوي خبری کړي
په کابل کې د افغانستان ملی وحدت حکومت مشرانو سره د امریکا ۱۱ کسیز پلاوی د سولې په اړه خبرې کړې.

د تاشکند د ناستې وروسته اوس امریکا کانګرس څخه ۱‍۱ کسیز پلاوی کابل ته راغلی ترڅو سولې په اړه خبری وکړې او ویل کیږی، چې د دې خبرو چورلیز هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د افغانستان، امریکا او د سیمې پر کورني کار ور ټول شوی.
 حکومت وایي، د امریکا د کانګرس پلاوي د سولې په بهیر کې د ښځو پر رول او د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې له کابله د واشنګتن پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي: د امریکا د کانګرس ۱۱ کسیز پلاوی په کابل کې دی او د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره لیدنې لري. د دوی د خبرو اجندا د امنیتي او اقتصادي موضوعاتو پر همکارۍ راڅرخي.         
ولسمشر غني د امریکا د کانګرس له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې: د امریکا نوې تګلارې د افغانستان کښتۍ د ساحل غاړې ته نږدې کړې ده.
د حکومت په باور؛ د سولې په اړه پرله پسې ناستې، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د جوړیدو هڅې په دې تړاو مهمې بېلګې دي.
سیاسي شنونکی صدیق پتمن وایي: تر هغې، چې افغانستان خپل ناپېیلتوب خوندي نکړي او د نه ختیځ او نه لویدیځ د شعار پورته کوونکي هېواد په توګه د اړیکو نښلوونکی نشي؛ فکر نکوم، چې د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي.        
د تاشکند د سولې ناستې په څنډو کې روسیې هم د کابل، واشنګتن او مسکو د درې اړخیزې غونډې د جوړیدو وړاندیز کړی دی.
د افغانستان د سولې پر پروسې د افغان حکومت، سیمې او نړۍ تمرکز اوس دا هیلې ټوکولي، چې په دې برخه کې به ټاکل شوې موخه تر لاسه کیږي. 
 که څه هم حکومت د سولې خبره کوي؛ خو طالبانو تر اوسه له افغان دولت سره خبرو ته تیاری نه دی ښودلی او د کابل د سولې طرحې ته، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې اعلام شوه، هم رسمي ځواب نه دی ورکړ شوی.
 
https://avapress.com/vdcb8gb89rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته