دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 160920
ټرامپ: امریکایی ځواکونه به د سوریی څخه ووځې
د امریکا ولسمشر ټرامپ د پنجشنبی په ماښام اعلان کړي چی امریکایی ځواکونه به د سوریی څخه په نږدی وختونو کې ووځې.

د امریکایي سرچینو په وینا دونالد ټرمپ دغه څرگندونې په اوهایو ایالت کې په خپله هغې وینا کې وکړې چې د امریکا پر زیربناوو څرخیده.
د واشنگټن پوست ورځپاڼې په یو رپوټ کې لیکلي چې جمهور رئیس ټرمپ پدې څرگندونې چې د داعش کار خلاص شوی وویل "مونږ له سوریې وځوو، ډیر ژر. پریږدئ چې نور په سوریې کې چارې پرمخ بوزي."
د امریکا پوځي ځواکونو په سوریې کې د سخت دریځو ډلو په ځانگړې توگه د داعش پر ضد جنگیږي او پدې لاره کې د سوریې له کردي ځواکونو ملاتړ کوي.
ښاغلی ټرمپ دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې ترکي رسنیو رپوټ ورکړی چې په راتلونکې اونۍ کې د روسیې، ترکیې او ایران مقامات په انقره کې غونډه کوي.
په ترکیه کې د ایران سفیر هم ددې خبر په تائید ویلي دي چې د بهرنیوچارو وزیرانو غونډه د حمل په ١۴ او ددې دریو هیوادونو د مشرانو غونډه د حمل په ١٥ کیږي.
ایران او روسیه د سوریې په اوه کلنه کورنۍ جگړه کې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د دولتي ځواکونو ملاتړ او ترکیې او د امریکا متحده ایالات د هغه د مخالفینو ملاتړ کړی دی.
له دې سربیره د لبنان د حزب الله سخت دریځې ډلې هم د سوریې په جگړه کې د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کړی دی.
https://avapress.com/vdcdxz0fzyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته