د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ارغندي-ګردېز د ۲۲۰ کيلوولټه برښنا مزي او د ګردېز د ۲۲۰ کيلوولټ برښناکوټ پرانیسته وکړه.
د ارغندي ګردیز د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي او ګردیز د ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ برښنا کوټ پرانیستل
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 حمل 1397 ساعت 11:57
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ارغندي-ګردېز د ۲۲۰ کيلوولټه برښنا مزي او د ګردېز د ۲۲۰ کيلوولټ برښناکوټ پرانیسته وکړه.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر آمان الله غالب چې په دې مراسمو کې حضور درلود د هیواد هر ولایت ته د متوازنې برښنا پر رسولو او پراختیا باندې ټینګار او ژمنه وکړه.
د یاد برښنا مزي ټول ظرفيت ۳۰۰ میګاواټه دی او اوسمهال د ګردېز سب سټېشن ته ۳۲ ميګاواټه برښنا لېږدوي چې په پايله کې يې د پکتيا، لوګر او خوست ۴۰ زره کورنۍ له برښنا څخه برخمنې کېږي
د مطلب کود: 160991