دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 161052
په کندهار او ارزګان کې د تروریستانو درانده تلفات
د ملی دفاع وزارت ویاند وایی: د چاڼییز عملیاتونو، کوماندو قطعاتو عملیاتو او هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو هوایی ضرباتو په ترڅ کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، ۵۵ تنه تروریستان وژل شوي دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمد رادمنش، د ملی دفاع وزارت ویاند، نن (یکشبنه) په یو خبری کنفرانس کې وویل: د ۵۵ تنو تروریستانو څخه، ۲۰ تنه د کندهار میوند ولسوالی کې، ۱۲ تنه یی د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالی کې، ۶ تنه ترورسیتان د هلمند نادعلی په ولسوالی او هلمند حومه ولسوالی کې، ۵ تروریستان د غزنی ګیلان په ولسوالی کې، ۳ تنه تروریستان د میدان وردګ په سید آباد ولسوالی او ۳ تنه نور د لوګر محمد آغه ولسوالی کې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه: د ۵۵ تنه تروریستانو وژل کیدو سربیره، ۲۷ تنه په دی عملیاتونو کې ټپیان شوی دی.
د ملی دفاع وزارت ویاند معاون په ادعا سره ملی اردو انجنیری ټیمونه ۶۸ حلقه ماینونه چی تروریستانو له لوری په ځینو سیمو کې ځای پرځای شوی وو، خنثی کړی دی.
برید جنرال رادمنش په ادامه کې وویلة ۱۴ تعرضی عملیاتونه همدا اوس د هیواد ۱۲ ولایتونو کې جریان لری چی کوماندو قطعات ۶۷ تهاجمی عملیاتونه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ځینو ولایتونو کې رامنځته کړی او ۱۰ هوایی ضربه د تروریستانو پټنځایونو له منځه وړلو په مقصد ترسره شو.
 
 
https://avapress.com/vdcam6n6u49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته