دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 161053
په جوزجان کې د داعش بندیخانې مسؤول د سولې پروسی سره یوځای شوی دی
سیمه ایز مسؤولین وایی چی ابو دردا؛ د داعش تروریستانو بندیخانې مسؤول خپل درو تنو همراهانو سره په جوزجان کې د سولې پروسی سره یوځای شوی دی.

عبدالحفیظ خاشی، د جوزجان پولیسو قوماندی امنیت آمر آریانا نیوز ته وویل چی دا کسان د دوو اخیرو ورځو په ترڅ کې ځپلو اسلحو سره د سولې پروسی سره یوځای شوی دی.
د ښاغلی خاشی په وینا د داعشیانو منفی اعمال د سیمې خلګو په وړاندی سبب شوي ترڅو دا کسان د سولې پروسی سره یوځای شی او دولت سره هغوی یوځای کیدنه، امنیتی ځواکونو روحیه او سیمې امنیت ښه کیدو لپاره به مثبت اغیزه ولری.
سولې پروسی سره یوځای شوی کسان که څه هم په دی اړه چی څنګه او د کومو لورو څخه تمویلیدله کوم جزئیات ورنه کړ خو وویل چی د خلګو اذیت او آزار د داعش له لوری ددی لامل شوی ترڅو سولې پروسی سره یوځای شي.
مسؤولین وایی چی د دوو اخیرو میاشتو په ترڅ کې ۲۰ تنه داعش ډلې پوری مربوط تروریستان د جوزجان په ولایت :ې د سولې پروسی سره یوځای شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcbs8b8frhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته