دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 161057
د ترکیې ولسمشر اردوغان نتانیاهو اسرائیل صدراعظم تروریست وبلل
د ترکیی هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ددی وروسته چی ۱۵ تنه فلسطینیان په غزه کې اسرائیل ځواکونو له لوری ووژل شو، د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو ته په تروریست خطاب کړي دی.
اردوغان په دی اړه یکشنبه په ورځ خبری وکړل او اسرائیل دا کار سخت وغندل.
د اردوغان تر تُندو خبرو وروسته د اسرائیل صدراعظم په خپله ټویټ پاڼه ولیکل چې د اسرائیل پوځ د هغه چا لکچر ته اړتیا نه‎لري چې له کلونو راهیسې یې د ده په خبره په ملکیانو بمباري کړې وي.
د اسرائیل او ترکیې د مشرانو ترمنځ یو بل ته د سختو الفاظو د کارولو دا لانجه وروسته له هغې وشوه چې اسرائيلي پوځیانو د جمعې په ورځ په غزه کې فلسطینیانو لاریون کوونکو څخه ۱۵ تنه ووژل.
اسرائیلو ویلي چې اته تنه وژل شوي چې د حماس ډلې غړي وو. حماس تائید کړې چې پنځه وژل شوي د دوی د پوځي ډلې غړي وو.
 
https://avapress.com/vdcftydyew6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته