دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 161058
کونړ مهمو سیمو نیولو لپاره داعش ډلې هڅه
د هیواد په ختیځ کونړ ولایت کې استوګن خلګ وایی؛ د ننګرهار وروسته داعش ډله هڅه کوی ترڅو کونړ مهم سیمې ونیسی.
 
په کنړ کې ځايي خلک وايي، داعش په دې وروستیو کې د یادو سیمو ترڅنګ په ځينو نورو سیمو کې هم خپل فعالیتونه ډېر کړي، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
څوکۍ هم د کونړ یوه هغه ولسوالي ده، چې په ځینو مهمو سیمو کې یې داعش فعال دی.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ قومي مشر شاجهان پاچا وایي؛ له یادې ولسوالۍ څخه د داعش د شتون له کبله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي، چې مرکز اسعدآباد او ځینو نوروسیمو کې د ژوند سختې شپې تېروي.
د کونړوالي وحیدالله کلیمزی هم تائيدوي، چې داعش په ننګرهار کې له ځپل کیدو وروسته کونړ ته مخه کړې؛ خو پرمختګ نه شي کولی.
ښاغلي کلیمزي زیاته کړې، چې داعش هڅه کوي د ځنګلونو او قیمتې ډبرو سیمې لاندې کړي.
د رسمي څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ داعش د دیوه ګل درې، کوړنګل درې او په چپې درې کې فعال دی.
https://avapress.com/vdcgnq9q7ak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته