دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 161098
هلمند کې مسمومې شوې زده کوونکې تر درملنې وروسته رخصت شوې
د هلمند چارواکي وايي، په لښکرګاه کې هغه شاوخوا ۵۰ تنه نجونې زده‌کوونکې چې مسمومې شوې وې، ټولې تر درملنې وروسته له روغتون رخصت شوي دي.
مسمومې شوې نجونې ډېری د نسوانو د لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې وې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې د څیړنې لپاره یو کمېټه ټاکل شوې او په اړه یې تحقیقات دوام لري.
هغه د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ وویل چې په دې ورځ د ښوونځي په لابراتور کې کوم ډول مواد هم سوځول شوي وو:
 
​"ځینې معلومات ښيي چې هلته د ښوونځي په لابراتوار کې کوم ډول مواد هم سوځول شوي دي. خو دا نه څرګنده چې ایا دا نجونې د دې موادو سوخت او که بل کوم عامل مسمومې کړي او په دې اړه څېړنې روانې دي."
د یادونې وړ ده چې تردې مخکې هم په افغانستان کې په یو شمېر ښځینه ښوونځیو د زده کوونکو د مسمومېدو پېښې لیدل شوي دي چې ډېر کله یې لامل نه دی څرګند شوی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcao6n6a49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته