کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت:

طالبان د افغان ځواکونو په شان پرمختللی وسلی ترلاسه کړي

14 حمل 1397 ساعت 17:01

د افغانستان دفاع وزارت د نیویارک ټامیز راپورونه رد کړي او وایی چی طالبان د افغان ځواکونو په شان پرمختللی تجهیزات د نورو منابعو څخه ترلاسه کوی.



د ځانګړو عملیاتو د کمانډو د  قول اردو د عامه اړیکو مسؤل ډګرمن عبدالقیوم نورستاني په وینا د افغان ځواکونو ټول تجهیزات د هغوی سره دی نه د دښمن لاس ته ورغلی او نه هم چا په غنیمت نیولي خو طالبان تجهیزات د بل ځای نه ترلاسه کوی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې، د یوه امریکايي چارواکي له خولې لیکلي چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ځیني پرمختللي تجهیزات، د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.
 


د مطلب کود: 161144

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161144/طالبان-د-افغان-ځواکونو-په-شان-پرمختللی-وسلی-ترلاسه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com