کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خواجه آصف: پاکستان د امریکا سره همپیمانې کې ډیر زیان لیدلي

15 حمل 1397 ساعت 12:14

د پاکستان خارجه وزیر خواجه آصف اعلان کړ چی امریکا تراوسه بیله پاکستان، خپل هیڅ متحدانو باندی تحریم نه دی وضع کړی او هیواد یی د امریکا سره همپیمانی کې ډیر زیانونه لیدلی.



د آوا په ګزارش سره، ښاغلی آصف، د دوشنبه په ورځ د حمل په ۱۳ د پاکستان جیوی تلویزیون سره په خبرو کې وویل چی امریکا خپل هیڅ یو متحدانو باندی بیله پاکستان، تحریم نه دی وضع کړی که څه هم اسلام اباد د واشنګتن سره همپیمانه کیدو له امله ډیر زیان لیدلی.
هغه، په دی اړه وویل: امریکا په تیرو ۴۰ تر ۵۰ کلونو راهیسی، هغه تحریمونه او برخوردونه چی پاکستان وضع کړي، د هیڅ بل هیواد سره نه دی ترسره کړی. زموږ سره د یو متحد په شان چلند نه دی شوي.
آصف امریکا ته په شکاره اشاره سره وویل چی دشمن د اقیانوسونو څخه په تیریدو سره، په عراق او سوریه او نورو هیوادونو کې جنګونو شکل ورکولو باندی مصروف دی؛ په داسی حال کې چی د اسلامی هیوادونو ډیر مشران ددی دشمن سره همکاری کوی.
هغه وویل چی پاکستان د یمن په جنګ کې ګډون نه دی کړی او ایران او عربستان باید خپل اختلافات پای ته ورسوی.
 


د مطلب کود: 161186

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161186/خواجه-آصف-پاکستان-د-امریکا-سره-همپیمانې-کې-ډیر-زیان-لیدلي

آوا
  https://www.avapress.com