دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 161190
د سولې شورا ریس کریم خلیلی کندهارټه سفر کړی
د افغانستان د سولې عالي شورا وایی، چې د سولې عالي شورا مشري سولې ته د رسېدو لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانسغږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد شورا په ولایتونو کې د دغه شورا د ناستو لړۍ د سي شنبي په ورځ له کندهار ولایت څخه پیل کړه‎ او د سولې شورا رئیس، کریم خلیلي په دی ناسته کی ویلی، د افغانستان د علماو شورا یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.
ښاغلی خلیلی وایی، چې د افغانستان بنسټ له کندهار ولایت څخه پيل شوی، او هیله ده چې سوله هم له همدې ځایه پیل شي.
هغوی وویل، چې بهرنیان کله هم په افغانستان کې سوله نه غواړي، نو ښه ده چې سولې ته د رسيدو په موخه بین‎الافغاني خبراترې وشي.
ښاغلي خلیلي، همداراز د هلمند ولایت د سوله غوښتونکي کاروان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی سرګندوی، چې تراوسه د دولت مخالفینو له خوا مثبت ځواب نه دي اورېدلي.
https://avapress.com/vdcdnf0fzyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته