دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 161192
کابل او اسلام آباد ترمنځ دولتونو په سطحه خبری اتری
قرار دی چی د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سولې په اړه په کابل کې خبری اتری وشی.
خاقان عباسي د پاکستان لمړۍ وزیر، کابل ته د لومړي ځل لپاره په سفر راځي او له افغان مشرانو سره د سولې او د ترهګرۍ خلاف د مبارزې پر څرنګوالي خبرې کوي.
اجرائیه ریاست وایي، دغه خبرې کابل ته د پاکستاني لومړي وزیر شاهدخاقان عباسي  له سفر سره په یوه وخت پیلیږي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل پاکستان له ترهګرو څخه پر ملاتړ تورنوي او وایي: په دې سفر کې د دولت په دولت خبرې له پاکستان سره پیلیږي. دې هېواد  تر اوسه د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره ګام نه دی اخیستی او اسلام آباد دې د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې خپلې ژمنې پلې او زمونږ ډاډ دې تر لاسه کړي.
افغان دولت وایي،  پاکستان هیڅکله د ترهګرو ډلو د کمزوره کولو او د افغانستان د سولې د تامین لپاره اقدام نه دی کړی او د دې هېواد له همکارۍ پرته به ستونزمنه شي، چې د ترهګرۍ ګواښ په سیمه او نړۍ کې له منځه ولاړ شي.
کارپوهان هیله من دي، چې کابل ته به د پاکستان د لومړي وزیر له سفر سره د دواړو هېوادونو اړیکې ښې او پاکستان به د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې رښتینو هڅو ته چمتو شي.    
ولسمشر تل له پاکستان سره د دولت په دولت خبرو غوښتنه کړې او له اسلام آباده یې هم غوښتي، چې د طالبانو او ترهګرو ملاتړ پای ته ورسوي.
https://avapress.com/vdcf1ydy0w6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته