دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 161217
په کابل کې د مقناطیسی ماین چاودنو له امله ملی اردو ۶ منسوبینو ټپی کېدنه
د کابل په زړو مکروریان سیمه کې د دوو مقناطیسی ماین چاودنې له امله نن چهارشنبه سهار د ملی اردو ۶ تنه منسوبین ټبیان شوی دی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي په وینا چاودنه شااوخوا اووه بجې د دفاع وزارت د وسلو او تخنیک ریاست مخې ته شوې ده.
د هغه په وینا دا چاودنه د کابل ښار د ۱۶ امنیتی حوزی اړوند زړو مکروریان سیمه کې شوی.
تر اوسه د دې پېښې پړه کومې وسله‌والې ډلې نه‌ده منلې.

 
https://avapress.com/vdcdff0f5yt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته