کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آسیا په ختیځ کې د اسلامی خلافت رامنځته کولو لپاره د داعش طرحه/ داعش سره د ۳۰ څخه ډیرو افراطی سازمانونو بیعت

17 حمل 1397 ساعت 9:14

د مالزی دفاع وزیر اعلان کړ چی یو تروریستی ډله چی داعش پوری اړه لری، د آسیا په ختیځ کې د اسلامی خلافت رامنځته کولو لپاره طرحه جوړونې په حال کې دی.



د آوا په ګزارش سره، د مالزی دفاع وزیر نن (پنجشنبه) دی ته په اشاره سره چی داعش پوری اړوند یو تروریستی ډله د اسیا په ختیځ کې د اسلامی خلافت تاسیس لپاره طرحه جوړونې په حال کې دی.
هغه وویل: د داعش هدف لاندی هیوادونه فیلیپین، مالزی او اندونزیا دی.
هغه زیاته کړه: د آسیا جنوب ختیځ او فیلیپین ځینی ختیځ سیمې هغه نقاط دی چی داعش خپل افراطی فعالیتونه د هغه ځایه شروع کوی.
ددی مالزیایی مسؤول په وینا، داعش په هر درو هیوادونو کې د ابوبکر بغدادی په رهبری د شاخو د رامنځته کولو لپاره برنامه ریزی په حال کې دی.
رسنیزه ریپورت دا شکاره کوی چی داعش هڅه کوی چی د ډیرو سرتیرو تښتیدو وروسته د اصلی نښتې سیمو څخه، آسیایی هیوادونو کې نوی پټنځایونه رامنځته کوی.
په فیلیپین او مالزی او اندونزی او بنګلادش کې د ۳۰ څخه ډیر افراطی سازمانونه شته چی په تازګیو کې داعش ډلې سره بیعت اعلان کړی دی.
 


د مطلب کود: 161290

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161290/د-آسیا-په-ختیځ-کې-اسلامی-خلافت-رامنځته-کولو-لپاره-داعش-طرحه-سره-۳۰-څخه-ډیرو-افراطی-سازمانونو-بیعت

آوا
  https://www.avapress.com