دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 161291
د پاکستان الوتکي د کونړ ولایت کي بمونه غورځولي
د بهرنیو چارو وزارت وایی، چې د افغانستان پرخاوره د بمي بریدونو دوام به‌یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو لا ډېرې بدې اغېزې وکړي.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانسغږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له لوري هوایي برید په سختو ټکو غندل شوی دی ویلی او هغه‌یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده.
سرچینو وایی، د پاکستان جېټ الوتکې تېره ورځ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې ۴ بمونه غورځولي او خلکو ته‌یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د یاد وړدی، یو شمېر وکیلان له ولسمشر څخه غوښتي چې همدا مسئله سبا د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره په خبرو کې وڅېړي.
https://avapress.com/vdcf1ydyyw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته