د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ( ولید ۳ ) عملیات تر نامه لاندی د سرپل په ولایت کې، ۴۵ تنه طالبان د ۵ تنه سیمه ایزو قوماندانانو په شمول امنیتی ځواکونو سره یوځای شوی دی.
ملاسیداحمد، ملاقاسم، ملاخداداد، ملارسول او ملااسلم، هغه قوماندانان دی چی امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
د ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلی دی چی دا کسان ۴۵ میل درانده او سپک اسلحی او ۲۵ عراده موترسایکل امنیتی ځواکونو ته تسلیم کړی دی.
همدارنګه په دی خبرپاڼه کې راغلی دی چی ددی عملیات په لړ کې ۱۴ تنه طالبان وژل شوی چی پکی طالبانو یو قوماندان د قاری امین په نامه هم شتون درلود، ۶ تنه ټپیان شوی او ۵ قرارګاوی له منځه وړل شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی سرپل ولایت د هیواد د ناامنو ولایتونو څخه په حساب راځې چی طالبان په ځنیو ولسوالیو کې پراخ تحرک لری.