دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 161336
حکومتی الوتکو بمباریو له امله د دمشق په ختیځه غوطه کې ۴۰ تنه ملکې وګړي وژل شوي
د سوریی پایتخت دمشق په ختیځه غوطه کې د الوتکو بمباریو له له امله لږ ترلږه ۴۰ تنو ژوند اخیستی دی.

په ختیځه غوطه کې پرون دا هوايي بریدونه وروسته تر هغې وشول چې له سیمې څخه د جیش الاسلام په نامه وسله والې ډلې د غړیو د انتقال په اړه د روسيې په منځګړتوب خبرې ناکامه شوې.
راپورونه وايي چې خبرې د جیش الاسلام ډلې د غړیو تر منځ د اختلافاتو له امله ناکامه شوي دي.
په غوطه کې د سوريې حکومتي ځواکونو تر لسو وروځو ځنډ وروسته هوايي عملیات کړي دي.
د سوريې د بشري حقونو ډلې ویلي چې په ۴۰ وژل شویو کې ۸ ماشومان دي.
https://avapress.com/vdcfmydyvw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته