دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۶
د مطلب کود : 161380
د طالبانو د ځانمرګو پر یو لوی قرارګاه باندی برید
په هلمند کې د طالبانو ځانمرګي بریدونو د مسؤول په قرارګاه باندی برید له امله د طالبانو څلور تنه ډلمشران نیول شوی دی.
 
ملی امنیت ریاست وایی، د ملي امنیت ریاست موظفینو د ملي اردو او نورو بنسټونو په همغږي د ګرشک ولسوالی په مربوطاتو کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو مسوول د احسان الله پر قرارګاه چاپه وهلي چې ترڅ کې یې د یاد ډلې څلور ډلمشران نیول شوي دي.
د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د عملیات په ترڅ کې د طالبانو څلور جګپوړي ډلمشرانو عبدالکریم، عبدالغفار، قاري اسدالله، او محب الله، د امنیتی ځواکونو له خوا نیول شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیات په ترڅ کې یوه موټر بم او د راکټ انداز یو شمېر راکټونو ترڅنګ ګڼ شمېر وسلې، مهمات، او چاودېدونکې توکې امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcevz8z7jh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته