دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۲
د مطلب کود : 161390
ټاکل شوې چې د ترکیې صدراعظم نن یکشنبه په رسمي سفر کابل ته ولاړ شي
ټاکل شوې چې د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم نن یکشنبه په رسمي سفر کابل ته ولاړ شي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست تأیید کړه چې د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم کابل ته ځي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې یوه ورځني سفر کې به ښاغلی ییلدریم د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله سره وګوري.
د ښاغلي فیصل په خبره، د دواړو هېوادونو مشران به د سولې او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وکړي.

نوموړي وویل:
"د بحث موضوعات یې د افغانستان او ترکیې تر منځ دهر اړخیزې همکارۍ زیاتوالی دی، ډېر تمرکز به یې پر امنیت، د افغانستان پر سوله او اقتصادي همکارۍ او په فرهنګي بحثونو وي."
د ترکیې د صدراعظم سفر داسې مهال کېږي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په نېږدې ورځو کې به شااوخوا۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال له هغه هېواده بېرته کابل ته ولېږي.
لوېدیځو رسنیو د شنبې په ورځ د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په حواله لیکلي چې وایي، دغه کډوال په افغانستان کې د ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د ایران له لارې ترکیې ته رسېدلي دي.
اعلامیه زیاتوي چې د ۵۹۱ افغان کډوالو د بېرته استولو بهیر بشپړ شوی او امنیتي ځواکونو دغه کسان په ختیځ ولایت ارزروم کې د کډوالو چارو سیمه ییزو مسؤلینو ته سپارلي دي.
د اعلامیې پر اساس، کابل ته د دغو کډوالو تر استول کېدو وروسته به په راتلونکو ورځو کې د ترکیې په نورو ولایتونو کې هم ورته بهیر دوام وکړي.
خو بل لور ته د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، د ترکیې حکومت دا خبره په رسمي ډول له دوی سره نه ده شریکه کړې.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت له ټولو کوربه او ټرانزیټ هېوادونو له خوا له خبرتیا پرته د افغان کډوالو بېرته ایستل د کډوالۍ د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف بولي.
 
دی وایي:
"فکر نه کوم چې ترکیه په یوازې سر په دومره لوی شمېر کډوالو د ایستلو په اړه پرېکړه وکړي، که چېرې دوی په جبري ډول کډوال باسي او د افغان حکومت له تفاهم پرته، دا موږ د نړیوالو کنوانسیونونو څخه سرغړونه بولو."
ښاغلی میاخېل وایي، د اړتیا په صورت کې افغان حکومت حاضر دی چې په دې برخه کې له ترکیې سره خبرې وکړي.
افغان حکومت د کډوالۍ په برخه کې د پاکستان، ایران او نورو اروپایي هېوادونو سره رسمي هوکړه لیکونه لري، خو د ښاغلي میاخېل په خبره، له ترکیې سره داسې کوم رسمي سند نه لري.
روانه اوونۍ د ترکیې رسنیو ویلي وو چې د دغه هېواد په ختیځ کې د غیر قانوني افغان کډوالو شمېر په بېساري ډول ډېر شوی دی.
د راپورونو له مخې، یوازې د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې د ترکیې ختیځو ښارونو ته څه باندې ۱۷ زره کډوال ورغلي چې عمده برخه پکې افغانان جوړوي.
دا معلومه نه ده چې د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم به نن په کابل کې پر همدې موضوع هم رڼا واچوي، که نه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1ydyxw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته