دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 161404
طالبانو اکمالاتو مسؤول د غزنی دریو ولسوالیو لپاره، ووژل شو
په غزنی کې سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی د طالبانو اکمالاتو مسؤول د غزنی دریو ولسوالیو لپاره، ووژل شو.

 
عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په اړیکه کې وویل: د افغانستان هوایی قواوو برید په ترڅ کې پرون شنبه، ملانعیم؛ مشهور په عتیق؛ د طالبانو اکمالاتو مسؤول د غزنی ګیرو، اندر او قره باغ ولسوالیو لپآره د ګیرو ولسوالی په مربوطه سیمو کې ووژل شو.
نوری زیاته کړه چی د طالبانو دا قوماندی یو موتر هم د برید په ترڅ کې له منځه وړل شوی دی.
همدارنګه د هغه په وینا د یو هوایی برید په ترڅ کې. دری طالبان د اندر په ولسوالی کې وژل شوی دی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcbg8b8arhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته