دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 161414
لغمان کې موټر سایکل بم چاودنه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
په لغمان ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنه لږ تر لږه څلور وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې لیکلي، چې پیښه پرون د الینګار ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې یو شمېر وسله والو چې غوښتل د موټر سایکل بم په وسیله په سیمه کې برید ترسره کړي، خپل موخې ته د رسېدو مخکې د چاودنې امله ووژل شول.
د سیلاب قول اردو په وینا، په دغه چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
تېره اوونی هم  الیشنګ ولسوالۍ اړوند د بارکزیو په سیمه کې دوه تنو وسلوالو مخالفینو چې غوښتل یې د افغان امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لاره کې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین ورباندې انفجار کړی، چې د سیدا ګل په نوم یو سرګروپ او یو تن بل د انصاري په نوم په کې ووزل شول.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، یاد کسان د وسلوالو مخالفینو په ډله کې هغه مشهور تروریستان ول، چې په ډېری تروریستي کړنو، د ماینونو په ځای پر ځای کولو، په جنايي جرمونو او د بې ګنا انسانانو په قتلونو کې یې لاس درلود.
 
https://avapress.com/vdccssqs02bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته