دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 161428
بدخشان کې ۸ تنه وسله وال وژل شوی دی
افغانستان ملی دفاع وزارت ویاند مرستیال محمد رادمنش په وینا، په بدخشان ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو برید په ترڅ کې اته تنه وسله وال وژل شوی دی.
هغه په یو خبری کنفرانس کې وویل، چې د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۲۹ ترهګر وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۸ ترهګر د بدخشتان د جرم ولسوالۍ په آب راغک او فرغامیر سیمو، ۶ ترهګر د ارزګان په چورې ولسوالۍ، ۶ ترهګر د غزني د قره باغ ولسوالۍ په مرپاتا او پاچګي سیمو، ۵ ترهګر د هرات په چشت ولسوالۍ او ۴ داعشیان د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې وژل شوي دي او په یادو عملیاتو کې ۴ ترهګر ټپیان شوي دي.
د جنرال رادمنش په وینا، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۲۰ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
هغه وویل، چې همدا اوس په ۸ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۰ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۶ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۱۳ هوایي بریدونه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchiznz623n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته