دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۵
د مطلب کود : 161467
ترکیه ۵۹۱ تنو افغانانو پناه غوښتونکي په الوتکو کې کابل ټه لږي
ویلکږی، چې۵۹۱ افغان پناه غوښتونکي به روانه اوونۍ کابل ته ولېږي.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانسغږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت دا اعلان، د یکشنبه په ورځ  وروسته له دې وکړ چې د ترکیې رسنیو ویلی، چې په وروستیو ورځو کې د یاد هیواد ختیځ ته په بې ساري ډول زیات افغانان ورغلي دي.
سرچینو ویلی، افغانان د ایران له پولو ترکیې ته اوړي. د دوی په وینا افغانان په خپله خاوره کې د تروریستي فعالیتونو د دوام او اقتصادي ستونزو له کبله ترکیې او نورو هیوادونو ته پناه وړي.
 د ترکیې د کورنیو چارو وزارت سرګندوی، چې ګڼ شمېر افغانان یې نیولي او د خپل هیواد د مهاجرت ادارې ته یې سپارلي دي.
هغوی زیاتوی، د ترکیې د ختیځ په ایرزوم کې د ۵۹۱ تنو افغانانو د بېرته ستنولو پروسه بشپړه شوې او د هغوی لپاره به چارتر الوتکه مهیا شي څو کابل ته واستول شي.
سرچنووایی، چې په راتلونکو ورځو کې به نور افغانان هم بېرته افغانستان ته واستول شي.
https://avapress.com/vdcai6n6049niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته