دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 161475
ولسشمر غني خوست ته تللی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته تللی دی.

د افغانستان د چارو اداره وایي ولسمشر غني د خوست هوايي ډګر د رنوې د پرانستې، د هوايې ډګر د رادار سيستم او د هوايي ډګر د داخلي سړک او د ۱۳ زره کورنيو لپاره د برېښنا د لېږد شبکې د بنسټ ډبرې کېښودلو لپاره خوست ته تللی دی.
ښاغلی غنيبه په دغه سفر کې د خوست له علماو، مشرانو او قومي متنفذينو، د ولايتي شورا غړو، ولسوالانو، ښوونکو او استادانو، مېرمنو، سوداګرو او صنعتکارانو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو او ولسوالانو سره ځانګړې ناستې ولري.
د خوست د هوايي ډګر رنوې ۲۶۶۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري چې تر ۷۲۹ ميليونه افغانيو زیات لګښت پرې شوی دی خو ولسمشر وایي فساد پکې شوی او مسولین یی باید سزا وویني.
 
https://avapress.com/vdcjaveviuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته