دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 161518
ایران له افغانستان سره سوداګرۍ کې د پاکستان ځای نیولی
ایران، د پاکستان پر ځای، د افغانستان په لمړي لمبر سوداګریز شریک بدل شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خانجان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې ایران تېرکال (لمریز کال) افغانستان ته شاوخوا ۱.۹۸ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل. خو افغانستان ایران ته یوازې ۳۱.۴ میلیونه ډالر واردات کړي دي.
ښاغلي الکوزي وویل چې د افغانستان د صادراتو د کموالي علت دا دی چې ایران تر ډېره هر هغه څه لري چې افغانستان یې صادروي. افغانستان وړم کال (۲۰۱۶) له ایران سره ۱.۸ میلیارد ډالر صادرات او واردات درلودل.
له ایران سره د تجارت د زیاتېدو یو علت دا هم دی چې افغانستان اوس د پاکستان پر ځای له ځینو نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې او ترانزیت زیات کړي دي.
ښاغلي الکوزي وویل چې افغانستان په دغې مودې کې بیا له پاکستان سره ۱.۳ میلیارد ډالر او له چین سره شاوخوا یو میلیارد ډالر سوداګري کړې ده. افغانستان وړم کال (۲۰۱۶) له پاکستان سره ۲.۲ میلیارد ډالر صادرات او واردات درلودل چې اوس سم نیمایي کم شوي دي.
له نړۍ سره د افغانستان د تېرلمریز کال د ټولو صادراتو او وارداتو اندازه د ښاغلي الکوزي په خبره اووه میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې ډېر یې له همدغو دریو ګاونډیو ایران، پاکستان او چین سره وو.
افغانستان نړۍ ته تر ډېره تازه میوه، وچه میوه، قالینې او سبزیجات صادروي خو له نړۍ نه بیا خوراکي مواد، ساختماني مواد، ټوکر، موټر، طبي درمل، الکترونیکي وسایل، د فابریکو لپاره خام مواد او داسې نور توکي واردوي.
د چابهار بندر په پرانیستلو سره افغانستان له هند او ایران سره تجارتي روابط لا ښه او اسانه شي، افغان چارواکي وايي اوس افغانستان یوازې پر پاکستان تکیه نکوي بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د تجارت لارې خلاصې کړي دي.
https://avapress.com/vdchzznz623n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته