کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په شیندند کې د چاودني له امله ۸ تنه شهید او ۱۰ تنه ټپیان شوي

21 حمل 1397 ساعت 9:17

پرون ماسپښین نږدی ۵ بجو ته یو سخت چاودنه د هرات شیندند په ولسوالی کې رامنځته شو او ۱۸ تنه شهید او ټپیان پرځای پریښودل.



د آوا په ګزارش سره، په هرات کې دولتی سرچینه وایی چی چاودیدونکو په یو دری څرخه ویله کې ځای پرځای شوی وو.
عبدالاحد ولی زاده، هرات پولیسو قوماندی ویاند و آوا ته وویل چی د شیندند ولسوالی په بازار کې د چاودنې له امله، ۸ تنه شهید او د ۱۰ تنو څخه ډیر ټپیان شو.
هغه وویل چی دا چاودنه د یو دری څرخ یا زرنج موټر سایکل له امله وو چی په کې چاودیدونکې توکې ځای پرځای شوی وو.
د هرات عامه روغتیا اداری مسؤولین وایی چی ددی پیښی د ټپیانو لیږد لپاره، آمبولانس د پیښی سیمې ته لیږل شوی دی.
 
 
 


د مطلب کود: 161540

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161540/په-شیندند-کې-د-چاودني-له-امله-۸-تنه-شهید-او-۱۰-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com