دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 161554
د کابل ښاري موټرو مخکې سیټ کې د دوو تنو پر ناستي بندیز
د کابل ټرافیکو ریاست سپارښتنې له مخې وروسته له دې د ښاري موټرو چلونکي نشي کولی چې په مخکیني سیټ دوه کسان کینوي.
دا ریاست وايي، ګزمې یې سختې کړي او هر چېرته چې سرغړوونکي ونیول شي قانوني چلند به ورسره کېږي.
د ټرافیکو ریاست د چارواکو په وینا، تر دې دمه یې ګڼ موټرچلوونکي تر درې سوه افغانیو جریمه کړي او لا دا کمپاین دوام وکړي.
په همدې حال کې د کابل ښار اوسېدونکي هم له دې بهیره خوښ دي.
د کابل اوسېدونکی، عبدالقهار میرزايي له دې کاره خوښي څرګندوي او زیاتوي:«دا کار چې ښاروالي او ترافیکو په لاره اچولی دی، ډېر ښه دی، ډېر خلک ترې په تنګ وو او په ځانګړې توګه میرمنو ته، هیله ده چې همداسې تعقیب کړي.»
بل اوسېدونکی، حاجي صابر زیاتوي:«دا ډېء ښهګام دی چې پورته شوی، زه ډېر خوشاله یم، دې کار سره ټرافیکو پېښو کې مرګ ژوبله کمیږي، دا چې دوه کسه د موټر مخکې سیټ کې کېنی، غیر قانوني ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmznzk23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته