دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 161566
د مالیي وزارت او نړیوال بانک ترمېنځ د اقتصادي پیاوړتیا او روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه د ۶۹۱ میلیون ډالرو په ارزښټ وړیا مرستې درې تړونونه لاسلیک شول
"د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړول، د بانکدارۍ بنسټونو پیاوړي کول او د دولتي سیستمونو ډیجیټلي کول، زموږ خلکو ته د غوره او با کیفیته خدمتونو په وړاندې کولو کې زموږ پیاوړتیا زیاتوي" نوموړي زیاته کړه، دا مرستې د نړیوالې ټولنې د دوامداره ژمنو ښکارندوی دي، چې د پراختیا لپاره یې له افغان حکومت سره د لومړیتوب لرونکو اصلاحاتو پلي کولو په موخه کوي."
 مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس ښاغلي شبهام چودري، سره چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروز الدین فیروز، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي او اریوبي او د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک سرپرستې مرستیالې اغلی ایتل سنهاوسر، هم شتون درلود، په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د ښه والي او اقتصادي پیاوړتیا په موخه د ۶۹۱ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت وړیا مالي مرستې درې تړونونه لاسلیک کړل.
 
 د یادې مالي مرستې موخه چې د ۲۰۱۸ کال مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه د نړیوال بانک د مدیره پلاوي لخوا منظور شوه، ښه کیفیت لرونکو روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسي، د دولتي بانکونو د عملیاتي چارو د سیستم معیاري کول، د مخابراتي ټکنالوژۍ د بنسټونو نښلول، د برېښنایي حکومتولۍ له تګلارې څخه په ګټه اخیستنې د دولتي خدمتونو پراختیا او په دې برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره د آسانتیاوو برابرول دي.
 
مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، په دې اړه وویل: "د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړول، د بانکدارۍ بنسټونو پیاوړي کول او د دولتي سیستمونو ډیجیټلي کول، زموږ خلکو ته د غوره او با کیفیته خدمتونو په وړاندې کولو کې زموږ پیاوړتیا زیاتوي" نوموړي زیاته کړه، دا مرستې د نړیوالې ټولنې د دوامداره ژمنو ښکارندوی دي، چې د پراختیا لپاره یې له افغان حکومت سره د لومړیتوب لرونکو اصلاحاتو پلي کولو په موخه کوي."
 
د یادونې وړ ده، چې د یادې وړیا مالي مرستې له بستې څخه، ۲۳۱ میلیون ډالره ېې د نړیوال بانک ګروپ د نړیوالې پراختیا ادارې تر ټولو بې وزلو هېوادونو لپاره، ۴۲۵ میلیونه ډالر د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق لخوا او پاتې ۳۵ میلیون ډالره د ماشومانو او مېندو د روغتیا لپاره د نړیوالې پانګونې صندوق له لوري برابرېږي، چې د دواړو صندوقونو مدیریت د نړیوال بانک لخوا ترسره کیږي.
"اوس مهال له یوې خوا د افغانستان دولت د اصلاحاتو د یو پیاوړي پروګرام د تطبیق په هڅه کې ده، او له بلې خوا د کورني عوایدو د کموالي له امله له بودیجوي فشار سره مخامخ ده، که څه هم، چې د عوایدو راټولولو بهیر ښه شوی، اما د امنیتي او پراختیايي پروژو د لګښټونو د برابرولو لپاره اړتیا په دوام داره توګه د زیاتوالي په حال کې ده،" دغه مطلب په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر مشر، شوبهم چوهدري څرګند کړ، او زیاته ېې کړه: "که څه هم وضعیت کړکېچن او ستونزې زیاتې دي، د نړیوال بانک ګروپ لخوا د مرستې د دغې نوې بستې په ځانګړي کولو سره موږ یو ځل بیا د افغانستان دولت څخه د خپل ملاتړ ټینګار کوو، څو د افغانانو لپاره د اړتیا وړ خدمتونو په برابرولو کې هراړخیزې هڅې جاري وساتي. د ساري په توګه، موږ تمه لرو، څو د روغتیا نوې پروژه د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لامل وګرځي او د افغانانو لپاره د غوره تغذي شرایط په ټول هېواد کې برابرشي."
د ۶۹۱ میلیون امریکايي ډالرو دغه وړیا مرسته د لاندې درې پروګرامونو د تمویل لپاره ځانګړي شوي:
 
·         ۶۰۰ میلیون ډالره د افغانستان د روغتیا پروژې لپاره ځانګړی شوي، څو په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت، تغذي او د کورنۍ د تنظیم کولو په برخه کې ښه والی او پرمختګ رامنځته شي. په دغه وړیا مرسته کې۱۴۰ میلیون ډالره د نړیوال بانک لخوا، ۴۲۵ میلیون ډالره د افغانستان د بیارغونې صندوق د تمویل کوونکو له لوري او ۳۵ میلیون ډالره د ماشومانو او مېندو د روغتیا لپاره د نړیوالې پانګونې صندوق له خوا شاملې دي او یاده پروژه د عامې روغتیا وزارت لخوا پلي کېږي.
·         ټاکل شوې چې۵۱ میلیون ډالره وړیا مرسته د نړیوال بانک لخوا د افغانستان د ډ یجیټل کاسا۱ پروژې ته ځانګړې شي‏، څو له دې لارې په ټیټه بیه د انټرنټ خدمتونو کې زیاتوالی رامنځته شي، د خصوصي پانګوالو د تشویق لامل وګرځي او د یوې واحدې سیمه ییزې زیربنا په رامنځته کولو سره د دولت لخوا د خدمتونو وړاندې کول په برېښنایي توګه ترسره شي. د دغې پروژې د پلي کولو مسوولیت به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په غاړه وي.
·         د نړیوال بانک له دغې وړیا مرستې څخه، ۴۰ میلیون ډالره د دولتي بانکونو د نوي کولو او په دې برخه کې د حکومتولۍ د پياوړتیا او د بانکونو د عملیاتي اغیزمنتیا لپاره ځانګړې شوي دي. د دغې پروژې ستره موخه د دولتي بانکونو د حقوقي چوکاټ او د عملیاتي چارو پياوړتیا بلل کېږي. دغه پروژه د مالېې وزارت لخوا تطبیق کیږي او ټاکل شوې، چې د دغې پروژې له لارې درې دولتي بانکونه: نوی کابل بانک، افغان ملي بانک او  پښټنې بانک کې د روڼتیا، اغیزمنتیا او د بانکدارۍ په چارو کې د معیاري کولو له برخو څخه ملاتړ ترسره شي. له دې سربېره د اقتصادي ودې په موخه د معلوماتي ټکنالوژۍ او په دغو بانکونو کې د اوږد مهاله سوداګریز موډل رامنځته کول هم د دغې پروژې په فعالیتونو کې شامل دي
 
https://avapress.com/vdcai6n6i49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته