دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 161574
په پاکستان روزل شوی د داعش قوماندان اعترافات
په پاکستان کې روزل شوی د اسلاي دولت نومې ډلې یا داعشیانو یو قوماندان چې په ننګرهار ولایت کې د سولې له بهیر سره یوځای شو.

ځایي چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې او وسله والو طالبانو ۱۵ غړي د سولې له بهیر سره یوځای شوي.
د ننګرهار ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ملي امنيت ادارې په هڅو د دوو قوماندانانو په ګډون لس طالب او پنځه داعش وسله وال د پنځلس ميله وسلو سره سولې بهير سره يو ځای شول.
د ننګرهار د سولې شورا ولايتي کمېټې غړی حاجي جان محمد وويل، د يو ځای شويو وسله والو شمېر ۱۵ تنه دی، لس يې طالبان او پنځه يې داعش دي، چې د دوو قوماندانانو په مشرۍ دولت ته تسليم شول.
د داعش وسله والو د يوځای شوې ډلې قوماندان څار محمد وويل، لومړی يې پاکستان کې نظامي زده کړې وکړې او بيا دلته د جګړې لپاره راستول شوی دی.
هغه وويل، د يو قوماندان په توګه يې دنده ترسره کوله، د پلونو، سړکونو، مدرسو او ښوونځيو له وېجاړولو نيولې، د خلکو او امنيتي ځواکونو د وژلو او پر امنيتي پوستو د بريدونو تر څنګ يې نورې تخريبي کړنې تر سره کړي دي.
دی وايي، اوس پر خپلو کړنو پښېمانه دی او د حقيقت په درک کولو د سولې له پروسې سره يوځای شو.
د وسله والو طالبانو د يوځای شوې ډلې قوماندان سهاء الله چې تر ډېره په روداتو کې پاتې شوی وايي، پيسې ورته له پاکستانه راتللې؛ خو د نورو سيمه ييزو قوماندانانو په واسطه ده ته ورکول کېدلې.
هغه وايي، د فعاليتونو ټول پلانونه ورته له هماغه ځایه ورکول کېدل او دوی يې دلته يوازې د عملي کولو مسئوليت درلود.
هغه پر نورو وسله والو هم غږ وکړ، چې د سولې له بهير سره يوځای شي او له جګړو څخه لاس په سر شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjavevxuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته