دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 161581
په ارزګان کې د ۹ تنو طالبانو وژل کیدنه
په ارزګان ولایت کې د سیمه ایزو چارواکو په وینا، ددی ولایت مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالی کې د افغان ګډو ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو څخه ۹ تنه وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی.

د والي ویاند دوست محمد نایاب په وینا، افغان ګډو ځواکونو دغه عملیات د مرکز ترینکوټ اړوند پای ناوه سیمه کې او د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ترسره کړي دي.
نوموړی وايي، په یادو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی او په خبره‌یې چې عملیات لاهم په یادو سیمو کې روان دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
https://avapress.com/vdch6znzz23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته