کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حامد کرزی د څرګندونو په وړاندی د افغان حکومت غبرګون

21 حمل 1397 ساعت 17:04

د ملی وحدت حکومت د افغانستان پخوانۍ ولسمشر حامد کرزی وروستیو څرګندونو په وړاندی غبرګون ښودلی او ویلی چی د افغان سولې لپاره د هر هیواد هڅه به د هرکلیو سره مخ شی.


ددی وروسته چی ښاغلی حامد کرزی «ان. ټي. وي» سره په یوه ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا پر مبارزه انتقاد وکړ، افغان حکومت وايي چې امریکا د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې فعاله او کامیابه ونډه اخیستې او د دغې پدیدې په وړاندې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړه ده.
ښاغلي کرزي په دې مرکه کې همدا شان د ترهګرۍ سره په مبارزه او د افغان سولې په برخه کې د روسیې رول مهم بللی ویلي چې مسکو له پاکستان سره د نویو اړیکو پر بنسټ، اسلام‌اباد په افغان سوله کې رښتینې مرستې ته هڅولای شي.
خو د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۱» وویل چې هر هغه هېواد چې د سولې په برخه کې اسلام‌اباد رښتینې مرستې ته اړ کړي دوی يې هرکلی کوي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ښاغلي کرزي دغه ډول څرګندونې د افغانستان د ملي ګټو او اوسنیو سیاسي حالاتو په ګټه نه‌بولي.


د مطلب کود: 161584

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161584/د-حامد-کرزی-څرګندونو-په-وړاندی-افغان-حکومت-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com