دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 161585
په ننګرهار کې د داعش او طالب ۱۵ جنګیاليو خپلې وسلې وسپارلې
په ننګرهار کې د داعش ډلې د یوه مهم قومندان بخیتار زوی او د هغه ملګرو، چې د داعش برحاله جنګیالي وه له سولې بهیر سره یوځای شوي او ور سره همهاله د طالبانو یو شمېر جنګیاليو هم حکومت ته وسلې سپارلې دي.

د ننګرهار د سولې ولایتي کمیتې غړی حاجي جان محمد په ډاګه کړې؛ د قومندان څارمحمد تر مشرۍ لاندې پېنځه د داعش او د سهار الله قومندان په ګډون لس د طالبانو برحاله جنګیالي د ملي امنیت د هڅو له مخې له سولې بهیر سره یوځای شوي او پېنځلس میله وسله یې هم حکومت ته تسلیم کړې ده.
په یوځای شویو جنګیالیو کې د داعش د یوه مهم قومندان بختیار، زوی هم له سولې بهیر سره یو ځای شوی دی.
قومندان بختیار، چې دمګړۍ له ملي امنیت سره بندي دی؛ پرې تورلګیدلی، چې په کوټ کې یې له ۳۱ دولت پلوه کسانو سرونه پرې کړي.
 زوی یې د داعش بلا  کیسې لري.
د داعش د قومندان بختیار، جنګیالی زوی محمد طارق وایي: کوټوال شاهد دي، چې شاهین او سپرغې په کوټ کې له ۳۱ دولت پلويو کسانو سرونه پرې کړي دي. زما له پلار بختیار سره دومره صلاحیت نه و، چې دا ۳۱ کسان ترې بچ کړي.
د داعش دغه جنګیالي زیاته کړې؛ داسې کسان، چې داسې ظلمونه کوي باید اعدام شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې شاهین او سپرغۍ دواړه عادلخېلي وه او په دې ډله کې همدوی دغه کارونه کول.  
حکومت ته د داعش تسلیم شوي جنګیالي عادل ويلي، دوه کاله یې د حکومت ضد وسله کارولې؛ خو د خپلو ملګرو د خرابو کړونو پر لامل حکومت ته راغی.
هغه زیاته کړې، چې د داعش رادیو او انترنیتي ویبپانې هره ورځ د ده په څېرلګسونه ځوانان تېرباسي او د دوی لیکو ته وردننه کیږي.
لس تنه د طالبانو په نوم له سولې بهیر سره یوځای شوي؛ خو ویښوونکې داده، چې د داعش او طالبانو یوځای شوي جنګیالي خپل جرمونه مني او وایي: د جګړې ټولې لارښوونې او امکانات پاکستان ورکول، ان تردې، چې دواړوته یې د یو بل د وژلو جواز هم ورکړی و.
دې پېنځلس تنو جنګیالیو خپله پېنځلس میله سپکه اودرنده وسله هم حکومت ته سپارلې ده.
حکومت دوی معاف کړل؛ خو شخصي دښمنۍ یې خپل کار دي؛ دولت  تریوې مودې دوی ته نغدې پیسې ورکوي او ورته د کار زمینه هم برابره وي؛ خو د ځان ساتنه به پخپله کوي.
طالبان ډېر کله د دوی په ادرس یوځای شوي کسان جعلي بولي؛ خو حکومت وايي، یوځای شوي کسان کره طالبان او داعشیان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw8b8srhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته