دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 161590
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شنبې پر ورځ په ولایتونو کې د نوملیکنې بهیر پیلوي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکې شنبې پر ورځ د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر پیلوي؛ خو ناامنۍ د دغه بهیر ستره ستونزه ګڼي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین له امنیتي ارګانونو غواړي، چې د رای مرکزونو امنیت خوندي کړي؛ ځکه، چې د راتلونکې شنبې پر ورځ د رایه ورکوونکیو نوملیکنه پیل کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنره ملیحه حسن وایي: د شنبې پر ورځ د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر د ښارونو په ۱۵۰۰ مرکزونو کې پیلیږي. مونږ لومړي پړاو ته یوولس زره کارکوونکي استخدام کړي او دوه یم پړاو به یې د غویي پر ۲۵ د ولسوالیو په مرکزونو کې پیل شي.
آغلې ملیحه حسن زیاته کړې، چې ناامني اوس هم پخپل حال پاتې ده؛ خو له وسلوالو طالبانو غواړو، چې د ټاکنو بهیر ته ستونزه جوړه نه کړي.
امنیتي مسوولین مني، چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې لس ولسوالۍ له وسلوالو طالبانو سره دي؛ خو د ټاکنو لپاره به مناسب شرایط برابر کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي: مونږ ژمنه کوو، چې د ټاکنو د تر سره کولو امنیت خوندي کړو. د ټاکنو امنیت زمونږ د پروګرام په لومړیتوبونو کې راغلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوې سرچینې ویلي؛ که په روان کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ونه شي، نو نړیواله ټولنه به له ټاکنیزو بنسټونو سره خپلې مرستې بندې کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwznzv23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته