دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 161614
په ننګرهار کې طالب او داعش وسله والو څخه ۱۵ تنه حکومت ته تسلیم شوي
په ننګرهار کې د سولې ولایتی کمیتی غړۍ جان محمد وویل؛ د داعش ډلې څخه پنځه تنه د قوماندان څارمحمد تر مشرۍ لاندی او لس تنه طالبان د سهار الله قوماندان تر مشری لاندی د سولې له بهیر سره یوځای شوی او ځان یی تسلیم کړي دی.

په یوځای شویو جنګیالیو کې د داعش د یوه مهم قومندان بختیار، زوی هم له سولې بهیر سره یو ځای شوی دی.
قومندان بختیار، چې دمګړۍ له ملي امنیت سره بندي دی؛ پرې تورلګیدلی، چې په کوټ کې یې له ۳۱ دولت پلوه کسانو سرونه پرې کړي.
د داعش د قومندان بختیار، جنګیالی زوی محمد طارق وایي: کوټوال شاهد دي، چې شاهین او سپرغې په کوټ کې له ۳۱ دولت پلويو کسانو سرونه پرې کړي دي. زما له پلار بختیار سره دومره صلاحیت نه و، چې دا ۳۱ کسان ترې بچ کړي.
د داعش دغه جنګیالي زیاته کړې؛ داسې کسان، چې داسې ظلمونه کوي باید اعدام شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې شاهین او سپرغۍ دواړه عادلخېلي وه او په دې ډله کې همدوی دغه کارونه کول.  
حکومت ته د داعش تسلیم شوي جنګیالي عادل ويلي، دوه کاله یې د حکومت ضد وسله کارولې؛ خو د خپلو ملګرو د خرابو کړونو پر لامل حکومت ته راغی.
هغه زیاته کړې، چې د داعش رادیو او انترنیتي ویبپانې هره ورځ د ده په څېرلګسونه ځوانان تېرباسي او د دوی لیکو ته وردننه کیږي.
لس تنه د طالبانو په نوم له سولې بهیر سره یوځای شوي؛ خو ویښوونکې داده، چې د داعش او طالبانو یوځای شوي جنګیالي خپل جرمونه مني او وایي: د جګړې ټولې لارښوونې او امکانات پاکستان ورکول، ان تردې، چې دواړوته یې د یو بل د وژلو جواز هم ورکړی و.
دې پېنځلس تنو جنګیالیو خپله پېنځلس میله سپکه اودرنده وسله هم حکومت ته سپارلې ده.

 
https://avapress.com/vdcezz8zejh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته