دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 161615
د پروان په ولایت کې د داعش وسله والو ډیریدو له امله اندیښنه
د پروان ولایت والی په دی ولایت کې د داعش وسله والو د فعالیتونو ډیریدو له امله اندیښنه ښودلی او هغه ځینی کړۍ په دی تورنوی چی داعش سره مرسته کوی او هغوی ته په پروان ولایت کې فعالیتونو زمینه برابروی.

فضل الدین عیار پرون سې شنبه په مرکز چاریکار کې یوې امنیتي غونډې ته وویل، یو شمېر کړۍ په دې هڅه کې دي چې په پروان کې د داعش فعالیتونه پراخ کړي.
ښاغلي عیار د چا او کومې ځانګړې ډلې نوم وانه خيست، خو له خلکو يې وغوښتل چې په خپلو سیمو کې داعشیان پرې نږدي.
که څه هم د پروان د لوېدیځ ځینې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي، خو دا لومړی ځل دی چې ددې ولایت چارواکي دغلته د داعش د فعالیت خبره کوي.
https://avapress.com/vdcfyydytw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته