د افغانستان له پلازمېنه کابل ولایت نه تری تم شوي څلور ماین پاکان وړمه ورځ روغ مټ راخوشي شوي دي.
کابل کې تښتول شوي ماین پاکان راخوشي شول
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 حمل 1397 ساعت 13:11
د افغانستان له پلازمېنه کابل ولایت نه تری تم شوي څلور ماین پاکان وړمه ورځ روغ مټ راخوشي شوي دي.
په کابل کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، دغه کسان څو موده وړاندې د کابل ولایت له سروبي ولسوالی څخه د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو.
چارواکي زیاتوي، چې تښتول شوي کسان پرون د افغانستان د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې وژغورل شول.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، د بېلا بېلو جرمونو په تړاو لږ تر لږه ۷۴ تنه په کابل ښار کې نیول شوي.
د چارواکو په وینا، دغه کسان د غلا، قتل، او یو شمېر نورو جنایي پیښو په تړاو نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونی مخکې هم د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ کسان د جنایي پیښو په تړاو ونیول شول.
د مطلب کود: 161630