دا پیښه نن د الجزایر په باوفریق هوايي ډګر کې رامنځته شوه.
ویل کېږي چې د وژول شویو زیاته برخه پوځيان او د هغوی د کورنۍ غړي دي.
په وژل شويو کې د پوليساريو جبهې شپږويشت غړي هم شامل دي چې د لوېديځې صحارا لپاره له مراکشه خپلواکي غواړي.
الجزاير د دغو جلاغوښتونکو ملاتړ کوي.
د ټلوېزيوني راپور له مخې د پېښې له ځایه دود پورته کېږي.
«الجزایر ۲۴» ټلوېزیون ويلي چې دغه نظامي ترانسپورټي الوتکه له څو شېبې پورته کېدو وروسته راولوېده.