دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 161659
امریکا دی په سوریه کې توغندی بریدونه ودروی
د روسیی ولسمشر ویاند د امریکا څخه وغوښتل ترڅو په سوریه کې توغندی بریدونه ودروی.

د روسیی ولسمشر ویاند دميتري پسکوف وويل چې داسې حملې ښايي په منځني ختيځ کې بې‌ثباتي رامنځته کړي.
د کرملېن وياند نن همداراز د نورو روسي چارواکو له هغو خبرو سره همغږي څرګنده کړه چې امریکا ته‌یې خبرداری ورکړی چې د سوريې په دوما کې دې د کيمیاوي حملو په عکس‌العمل کې د سوريې پر حکومتي ځواکونو هوايي حملې نه‌کوي.
امريکا او يو شمېر متحدان‌يې پر دې غور کوي چې ایا د کيمیاوي حملو په عکس‌العمل کې پر سوریې حملې وکړي که نه.
طبي ادارو ويلي چې د اپرېل په اوومه په دوما کې کيماوي حملې ګڼ شمېر کسان ووژل.
https://avapress.com/vdcdkf0fnyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته