دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 161667
د فرانسې وګړی په ګډون ۸ تنه داعش وسله وال په جوزجان کې ووژل شول
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د فرانسې وګړی په ګډون لږ تر لږه ۸ تنه وسله وال په جوزجان ولایت کې وژل شوي.
د سرچینې په وینا، دغه کسان د امنیتي اودفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.
د دفاع وزرات په وینا، دغه عملیات د درزاب ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوې ده خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست تېره میاشت وویل، چې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د یو فرانسوی مېرمن په ګډون پنځه داعش وسله وال نیول شوي.
ځایي امنیتي چارواکو هم ویلي ، چې دغه مېرمن د جولایت د درزاب ولسوالی له مربوطاتو څخه نیول شوې.
د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني ویلي وو، چې د افغان ځانګړو او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې یوه فرانسوی مېرمن نیول شوې او څلور نور وسله وال وژل شوي دي.
د درزاب ولسوال باز محمد داور هم له دې وړاندې د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي وو چې د فرانسي او الجزایر یو شمېر وګړي د نوامبر په میاشت کې په دې ولسوالی کې ورغلي دي او د داعشیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې خپل فعلیتونه پیل کړي.
نومړی زیاته کړه، چې د هغوي په ډله کې دوه ښځې او د نورو هېوادونو وګړي د تاجکستان، ازبکستان او چیچین جنګیالي هم لیدل شوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccesqsm2bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته