دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 161673
طالبانو د غزني خواجه عمري ولسوالي نیولې
وسله والو طالبانو په یوه ډلییز برید کې تیره شپه د غزني خواجه عمري ولسوالي نیولې ده.
د دغه برید په پایله کې د خواجه عمري ولسوالۍ ولسوالی انجینر شمس، د دغې ولسوالۍ د امنیت مدیر او یو شمیر سرتیري هم وژلي او همداشان یې ټول پوځي تجهیزات له ځان سره وړي دي.
ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازي عارف رحماني ددې خبر په تایید سره ویلي چې د ولسوالی او امنیت مدیر په شمول ۱۴ سرتیري دغه پيښه کې وژل شوي دي.
بله خوا د غزني د والي ویاند عارف نوري خواجه عمري باندې د طالبانو برید مني، خو وایي امنیتي ځواکونه سیمې ته تللي او طالبان یې تیښتې ته اړ کړي دي.
ښاغلي نوري یک تلویزیون ته وویل چې دغه پيښه کې د ولسوال انجینر شمس په ګډون اووه کسان وژل شوی او د امنیې قومندان په ګدون نهه تنه نور ټپیان دي.
د سیمې یو شمیر عیني شاعدان وایي طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی او ټول تجهیزات یې له ځان سره وړي دي
 
https://avapress.com/vdcjavevtuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته