دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 161679
د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د تیلو یوه ټانکر اور واخېست
د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د تیلو پر یوه ټانکر اور ولګېد.

د پروان له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر فرهاد هاشمي وایي، دې ټانکر تېره شپه هغه وخت اور واخېست چې د شمال له لوري یې نفتي مواد د کابل خوا ته وړل.
د هاشمي په وینا دا پېښه د چسپکي ماین په واسطه شوې ده او چاته په‎کې د سر زیان نه‎دی اوښتی.
تر چاودنې وروسته په سیمه کې نېژدې څو دوکانونه هم سوځېدلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfeydy1w6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته