دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 161680
صیاد: د انتخاباتو مواد له مرکز کابله ولایتونو ته واستول شول
د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو مواد پرون چهارشنبې له مرکزه ولایتونو ته واستول شول.
 
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډیو ته وویل:
"الحمدلله موږ وتوانېدو چې ټولو ۳۴ ولایتونو ته حساس او غیرحساس انتخاباتي مواد ورسوو او د شنبې په ورځ به د دې انتخاباتو لپاره د نوم ثبتول پيل شي."
د نوم لیکلو بهیر به نېژدې دوې میاشتې دوام وکړي.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6znzv23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته