دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 161687
کندز امام صاحب ولسوالۍ باندی د وسله والو برید د ماتی سره مخ شو
تیره شپه وسله والو مخالفینو د کندز امام صاحب ولسوالۍ باندی برید کړي چی د امنیتی ځواکونو د سخت غبرګون سره مخ شوی.
سیمه ایز چارواکې وایی چې تېره شپه ۱۲ بجې وسله والو مخالفینو د دې ولسوالۍ د کُنجک په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی و چې پر شا وتمبول شو.
د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي په وینا په دغه برید کې ۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۴ تنه یې هم ټپیان شوي دي او سربېره پردې په دغې نښته کې یو تن سیمه ییز پولیس هم وژل شوی دی.
ولسوال زیاتوي چې وسله وال مخالفین د مرګ ژوبلې په لېدو سره له سیمې
وتښتېدل.
بل خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفینو ویاند معرفي کوي، ادعا کوي چې طالبانو په دغه برید کې ۵ تنه اربکیان وژلي او ۱۰ تنه یې هم ټپیان کړي دي.
خو د امام صاحب ولسوالۍ سمه ییز چارواکي د طالبانو دغه ادعا ردوي.
https://avapress.com/vdcevz8zfjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته